جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کرېکټ نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر په بریا پای ته ورسېد

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه له کاناډا څخه وګټله. افغان لوبډلې په یوه په زړه پورې لوبه کې کاناډا ماته او په نړیوال جام کې یې سفر پای ته ورسېده. په دې سره افغانستان په دې نړیوال جام کې په لومړیو دوو لوبو کې له نیوزیلنډ او افریقا ماتې او د اماراتو او کاناډا پر وړاندې بریاوې خپلې کړې. په وروستۍ لوبه کې افغان ملي لوبډلې کاناډا ته د ۴ لوبغاړو په زیان ۲۰۱ منډې ستر هدف ورکړ، چې ابراهیم ځدراڼ ۹۵ ناسوزېدلې او صدیق اتل ۴۴ او رحمن الله ګربز بیا ۳۰ منډې وکړې. کاناډا په توپ وهنه کې د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای او ژر ژر یې لوبغاړي له میدانه اوټ او یوازې یې د ۸ لوبغاړو په زیان ۱۱۸ منډې جوړې او لوبه یې د ۸۲ منډو په توپير وبایلله. ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

- Advertisment -spot_img