د کندهار ښار د غالیو په یوه مارکېټ کې پرون (د سلواغې ۲۱مه) اور ولګېد. په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید ویلي، چې د دې اورپېښې علت د برېښنا شارټي وه. د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې په کندهار کې د طالبانو سیمه يیزو چارواکو ویلي، چې د دې اور په نتیجه کې ۲۸ میلیون افغانۍ مالي زیان اوښتی او د ١٥٠ میلیونه افغانیو د زیان مخه ونیول سوه. د غالیو په مارګېټ کې لګېدلی اور له نژدې دوو ساعتونو وروسته مړ شو.



