د خوړو نړیوال پروګرام په کابل کې د خپلو حمایوي کلینیکونو د وضعیت په اړه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې هره ورځ په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیاتېږي او ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د درملنې په موخه کلینیکونو ته مراجعه کوي. د تازه ارقامو له مخې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ وضعیت خورا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی دی. د دوی په وينا؛ ۳.۷ میلیونه ماشومان په ټول هېواد کې له حادې خوارځواکۍ څخه ځورېږي او ۱.۲ میلیونه میندې هم په دې ناروغۍ اخته دي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې اړتیاوې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، د خوړو نړیوال پروګرام ډاډ ورکړی، چې خپلو حیاتي تغذیوي مرستو ته به دوام ورکړي او هڅه کوي میندو او ماشومانو ته پر وخت د درملنې اسانتیاوې او لازم تغذیوي مواد چمتو کړي ترڅو د مړینې د کچې مخنیوی وشي.



