جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان نړیوال جام کې له هند سره سیالۍ ته راضي شو

پاکستان تر خبرو اترو وروسته د فبرورۍ ۱۵مه په نړیوال جام کې له هند سره سیالۍ ته غاړه کېښوده. پاکستان تر دې وړاندې ویلي وو، چې هند سره سیالي نه کوي. تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګواکې پاکستان له هنده د نړیوال جام لوبې په بدل کې دوه اړخیزه سیالۍ شرط ایښی دی. خو د دې خبر تر خپرېدو وروسته د کرېکټ نړیوالې شورا وویل، چې د پاکستان هغه غوښتنه یې نه ده منلې، چې ګواکې هند دې له پاکستان سره دوه اړخیزې لوبلړۍ حتمي وکړي. پاکستاني کرېکټ بورډ له کرېکټ نړيوالې شورا دا غوښتنه هم کړې وه، چې د نړيوال جام څخه د بنګله‌دېش د ويستلو له امله دې جبران ورکړل شي، خو د کرېکټ نړيوالې شورا یې دا غوښتنه هم رد کړې ده.

- Advertisment -spot_img