چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هېواد کې ترافیکي پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي

د ننګرهار ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د طالبانو تر ولکې لاندې امنیې قوماندانۍ پر وینا دا پېښه د تورخم – جلال‌اباد په لار د «ثمرخېلو لېسې» ترڅنګ د ټېلر او بابوجي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. طالب چارواکو د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې او په وینا یې چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
بلخوا د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند «عزیز کلا» سیمه کې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي دي. سرچینې لیکلي چې ټپيان د درملنې په موخه غزني ولایت ته لېږدول شوي دي. له هغې یوه ورځ مخکې په بدخشان کې د یو موټر چپه‌کېدو له امله ۱۵ کسان مړه شوي وو. د یادولو ده، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې، چې ستر لاملونه یې د چلونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. بلخوا طالبانو بار بار له چلوونکو غوښتي، چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

- Advertisment -spot_img