تاجيکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستانه تاجیکستان ته د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی دی. د تاجيکستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر ظفر صمد په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې د افغانستان له پولې د نیول شویو نشه يي توکو اندازه دوه زره او ۷۴۲ کیلوګرامو ته ښودل شوې ده. د ښاغلي صمد په وینا، دا اندازه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۸۲۴ کیلوګرامه وه. هغه دغه راز زیاته کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې، د تاجيکستان ځواکونو او د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو ترمنځ د افغانستان پر پوله شاوخوا ۱۷ نښتې شوې دي. په دغو نښتو کې، د تاجيکستان دوه سرحدي ساتونکي او ۱۰ افغانان وژل شوي دي. دغه تاجيکستاني چارواکي ویلي، چې د افغانستان او تاجيکستان له لارې نورو هېوادونو ته د نشه يي توکو قاچاق دوام لري. د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان له پولې پر تاجيکستان څو وسله وال بریدونه وشول، چې په پایله کې یې څو چینایان له منځه لاړل.



