چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ترکیه کې لسګونه غیرقانوني افغان کډوال نیول شوي

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هیواد د ساکاریا ښار پولیسو ۱۹ افغان کډوال، چې په یوه کانتینر کې پټ شوي وو، نیولي او د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته یې له هېواده اېستلي دي. د بینګول ښار پولیسو هم د انساني ‌قاچاق پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د ۱۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی. د ترکیې پولیس وايي، د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې یې تر ټولو ډېر افغان پناه غوښتونکي نیولي دي. د راپور له مخې، د دې هېواد د پولیسو ځواکونو په ساکاریا او بینګول ښارونو په عملیاتو کې ۳۲ بې‌اسناده کډوال، چې یو پاکستانی هم په کې شامل و، پېژندلي او نیولي دي. د راپورونو له مخې، په ساکاریا کې نیول شوي ۲۰ کډوال د قانوني پړاوونو تر تېرېدو وروسته له ترکیې اېستل شوي او ۱۲ نور کډوال به د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکزونو ته ولېږدول شي. د دغو عملیاتو په تړاو، د انساني‌قاچاق په تور د شپږو مشکوکو کسانو لپاره دوسیې پرانیستل شوي او پر هغوی اداري جریمې هم لګېدلې دي. په ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ لا هم په بېلابېلو ښارونو کې روانه ده. د ترکیې د کډوالۍ ادارې په وېب‌پاڼه کې راغلي، چې د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې په ټول هېواد کې درې زره او ۵۳ افغان کډوال پېژندل شوي او نیول شوي دي.

- Advertisment -spot_img