جِفري اېپسټين د ۱۹۵۳ کال د جنورۍ په ۲۰مه، د امريکا د نيويارک ايالت په بروکلين ښار کې وزېږېد. هغه د يهودي کورنۍ غړی و. د ماشومتوب او ځوانۍ ژوند يې په عادي ډول روان و، خو د لوړو زدهکړو لپاره يې د نيويارک پوهنتون او وروسته د کُوپر يونيون پوهنتون کې زدهکړې پيل کړې، خو دواړه يې له بشپړېدو مخکې پرېښودې. له دې وروسته اېپسټين خپله کاري لاره د يو ښوونکي په توګه پيل کړه. هغه د نيويارک په يو خصوصي ليسه کې رياضي تدريس کوله، سره له دې چې رسمي تدريسي سند يې نه درلود. وروسته د اړيکو له لارې مالي سکتور ته داخل شو. په ۱۹۷۰مو کلونو کې هغه د Bear Stearns په نوم ستر مالي شرکت کې کار پيل کړ او هلته په چټکۍ سره لوړ مقام ته ورسېد. وروسته يې خپل شخصي شرکت جوړ کړ او ځان يې د شتمنو کسانو د پانګو د مدير په توګه معرفي کړ. اېپسټين د ميلياردونو ډالرو شتمنۍ ادعا لرله، خو د هغه د عاید اصلي سرچينې هېڅکله نه دي روښانه شوي. نوموړي ځان د شتمنو کسانو په ډله کې سیاستوال،سوداګر، د شاهي کورنۍ نامتو څېره او مالي مشاور بللی، خو رسمي اسناد يې ډېر محدود دي. دغه راز نوموړي د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې ( نيويارک لويه ماڼۍ، فلوريډا کې شتمن کور، امريکا ورجن ټاپوګانو کې شخصي ټاپو (Little St. James) شخصي الوتکه چې د “Lolita Express” په نوم مشهوره وه ثبت شوې دي. همدار راز اېپسټين د کلونو لپاره د کمعمره نجونو د جنسي ځورونې او قاچاق تورونو سره مخ و. ګڼو قربانيانو ادعا کړې وه، چې هغوی ته به د پيسو ژمنه کېده، زور زیاتۍ به پرې راوستل کېده، د هغه شتمنو ملګرو ته به هم معرفي کېدې، خو د ګڼو قربانیانو د تورونو له امله نوموړی په ۲۰۰۸ کال د یوې قضيې په اړه په فلوريډا کې په ۱۳ مياشتيني بند محکوم شو، په ۲۰۱۹ کال کې اېپسټين يو ځل بيا ونيول شو. دا ځل پرې فدرالي تورونه ولګېدل، چې پکې د جنسي قاچاق ستر جرمونه شامل وو. د هغه نيونه نړيوالو خبرونو سرټکی وګرځېد، ځکه چې نوم يې د ډېرو بانفوذه کسانو سره تړل شوی و. خو په ۲۰۱۹ کال د اګست په ۱۰مه، جِفري اېپسټين د نيويارک په فدرالي زندان کې مړ وموندل شو.



