د ایران پارلمان مرستیال حمید رضا بابايي پر امریکا نیوکې کړي او ویلي دي چې: «د یوې میاشتې په موده کې به امریکا د ټرمپ او د هغه د متحدینو جنازه وکړي». د امریکا پر وړاندې دغه ایراني چارواکي دا څرګندونې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ٣یمه د ایران پارلمان په علني غونډه کې کړې دي. هغه د ایران ۱۲ ورځنۍ ناکرارۍ د حکومت د ګواښولو په خاطر بللي او ویلي یې دي، چې د ښمنان په سیمه کې ایران نشي زغملی. هغه ویلي هڅه روانه ده، چې د ښمن یې ایران په څو برخو ووېشي. باباجي ویلي ایرانیان دا مهال د دښمن په توطیو پوهېدلي او په وینا یې حکومت و کړای شوای چې هغه په لنډ وخت کې شنډې کړي. نوموړي ویلي، چې ایران د جنورۍ په دوولسمه ټولې«فتنې» له منځه وړي او له خپل مذهبي مشر څخه یې خپل بیعت روښانه کړ. هغه ویلي چې د مارچ په دوولسمه د قدس ځواک په ورځ به ایرانیان له خپل پوځ ملاتړ وکړي او ایران به د ټرمپ او د هغه د ملګرو د «جنازې» ننداره وکړي. د امریکا پر وړاندې دغه ایراني چارواکی داسې مهال د امریکا پر ضد دا څرګندونې کوي، چې دا مهال د امریکا او ایران ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو په خاطر دوهاړخیزې خبرې روانې دي. ایران امریکا تورنوي، چې غواړي په ایران کې اخوندي رژیم پای ومومي، خو بل لور بیا امریکا وايي چې پرته د اټومي پروګرام له ختمولو دغه هېواد سره خبرې نه کوي.



