د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاشت د افغانستان د تحریمونو د کمېټې ۱۹۸۸ د ملاتړ ټیم د ماموریت د غځولو پر مسوده پرېکړه لیک رایه ورکوي. د یادې کمېټې ماموریت د روانې فبرورۍ په ۱۷ مه پای ته رسېږي او تمه ده چې یو کال نور وغځول شي. که امنیت شورا د دې ټیم ماموریت وغځوي، نو طالبان به د یو بل کال لپاره د ملګرو ملتونو بندیزونو لاندې وي. د تحریمونو په نوملړ کې د سفر، تسلیحاتو او د طالبانو، اړوندو بنسټونو او ډلو پانګې کنګلول شامل دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې، نجونې او لږکي د سولې او امنیت د ادعاوو سره سره له دې ثباته ګټه نه ده اخیستې. د ښځو او نجونو وضعیت لا هم کړکیچن دی او دوی له زده کړو، کار او روغتیايي خدماتو بې برخې دي. د ښځو د حقونو فعالانو امنیت شورا ته غوښتنه کړې چې د طالبانو په وړاندې فشارونه زیات کړي ترڅو دوی له ښځو او نجونو تروړل شوي حقونه بیرته ورکړي.



