پنجشنبه, مارچ 19, 2026
پنجشنبه, مارچ 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کندهار کې ميندو او ماشومانو ته دوامدارې ژوند ژغورونکې روغتیايي چوپړتیاوې

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اعلان کړی، چې د «کندهار د ترانزیت په روغتیايي مرکز» کې ميندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات دوام لري او په دغه مرکز کې روزل شوې قابلې د خوندي زېږونونو په موخه پر دندو بوختې دي. نوموړي سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کندهار کې یې روغتیايي ډلې هڅه کوي څو اميدواره مېرمنې په سختو شرایطو کې هم خوندي خدماتو ته لاسرسی ولري. ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې دا کلینیک د بریتانیا په ملاتړ فعالیت کوي او «په هر خوندي زېږون کې کورنیو ته هیله او کرامت بېرته ورګرځوي.» د یادونې ده، چې د روغتیايي خدماتو نشتوالی، د ښځینه ډاکټرانو کمښت او روغتیايي مرکزونو ته د ښځو محدود لاسرسی د افغان د میندو د مړینې د لوړوالي له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي. له دې وړاندې په بادغیس کې ځايي سرچینو ویلي وو، چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې یوې ښځې د زېږون پر مهال روغتیايي مرکز ته د نه ورتګ له امله ژوند بایللی دی. یونیسف هم راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې څه باندې یو میلیون اميدوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې له خوارځواکۍ سره مخ دي او روغتیايي خدماتو ته یې لاسرسی محدود دی.

- Advertisment -spot_img