پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو جزايي اصول‌نامه؛ په افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې جدي ګواښ

د جورج ډبلیو بوش فرهنګي او څېړنیز مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو نوې توشیح شوې جزايي اصول‌نامه دې ته زمینه برابره کړې، چې په افغانستان کې د خلکو پر وړاندې تاوتريخوالی او حتی د غلامۍ کړنې ترسره شي. د راپور له مخې، دغه اصول‌نامه د هغو کسانو بدني سزا تشویقوي، چې «ناحق» د طالبانو د مشرانو لخوا متهم اعلان شوي وي. په دې اصول‌نامه کې د ملا هیبة‌الله آخندزاده تابع اتباعو ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی. راپور زیاتوي، چې دغه اصول‌نامه له ۲۰۰ څخه زیات حکمونه لري، چې زیاتره یې د ښځو او اقلیتونو پر وړاندې تشویقي او تنبیهي اقدامات ټاکي. دغه مرکز ټینګار کوي، چې دا اصول‌نامه د پخواني افغانستان اساسي قانون او د ملي مجازاتو قانون کمزوری کوي او په ښکاره توګه د افغانانو بنسټیز حقوق تر پښو لاندې کوي.

- Advertisment -spot_img