د افغانانو د فکري حرکت رهبرۍ شورا د پاکستان له لوري د افغان مهاجرینو پر وړاندې د روانو ناعادلانه، غیرانساني او د بشري حقونو خلاف کړنې په کلکو ټکو غندلې دي. یادې شورا ویلي، چې افغان مهاجرین په پاکستان کې له ځورونو، جبري اېستلو، اقتصادي فشارونو او د انساني کرامت له سپکاوي سره مخ دي، چې دا کړنې د نړیوالو بشري قوانینو، د کډوالو نړیوال کنوانسیون او انساني اصولو ښکاره نقض بلل کېږي. يادې شورا له ملګرو ملتونو، د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغان مهاجرینو د ځورونې مخه ونیسي، له کډوالو سره بيړنۍ بشري، حقوقي او سیاسي مرستې وکړي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ترسره کړي. دغه راز شورا ټینګار کړی، چې د افغانستان روان سیاسي کړکېچ، اقتصادي سقوط او نړیواله انزوا یوازې د بینالافغاني خبرو له لارې حل کېدای شي. هغوی یادونه کړې، چې هېواد د یوه ملي، ټولشموله او مشروع حکومت ته اړتیا لري، چې د ټولو قومونو، ژبو، سیمو او ټولنیزو قشرونو استازیتوب وکړي، د خلکو مشروع حقونه خوندي کړي او افغانستان له فقر، بېثباتۍ او انزوا وژغوري. ياد غورځنګ باور لري چې زور، انحصار او یو اړخیز سیاست هېواد له بحران نه شي ایستلی، بلکې ملي یووالی، عدالت، متقابل درناوی او ولسمحوره بینالافغاني تفاهم کولای شي هېواد ته ثبات راولي. په پای کې، د دغه غورځنګ شورا یو ځل بیا د افغان ولس ترڅنګ خپل درېځ اعلان کړی او ټینګار یې کړی، چې د مهاجرینو دفاع، د سولې ټینګښت، د ملي حاکمیت اعاده او د ولس د مشروع حقونو ترلاسه کول د دوی نه بدلېدونکی ملي مسئولیت دی.



