د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دا بندیز د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» د ۲۰۲۴ کال د قانون له پلي کېدو وروسته، اوس د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې عملي شوی دی. اراساف زیاته کړې، چې د دې محدودیتونو له امله لسګونه تلوېزیوني شبکې تړل شوې او یا دې ته اړ شوې، چې خپل فعالیتونه یوازې راډیويي خپرونو ته واړوي. په اعلامیه کې د طالبانو واک ته رسېدل د ۴۰ میلیونه نفوس لرونکي افغانستان لپاره د رسنیو ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو، لپاره «د پای زنګ» بلل شوی دی. دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې رسنۍ اوس اړ دي یوازې هغه معلومات خپاره کړي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې وي او یا هم د دوی پر ګټه را وڅرخېږي. په دې وروستیو کې د رسنیو له چاپېریاله تنوع او مخالف غږونه له منځه تللي او د خبریالانو پر وړاندې فشار او ځپنه په پرلهپسې ډول زیاته شوې ده. د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له مشر څخه غوښتنه کړې، چې پر رسنیو ټول لګېدلي بندیزونه دې سمدستي لرې کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې په افغانستان کې د رسنیو د روانې ځپنې پر وړاندې عملي اقدام وکړي.



