روسیې ویلي، دې ته چمتو ده که اړتیا وي چې د ایران د بوشهر له اټومي بټۍ څخه خپل کارکوونکي وباسي. د روسیې د دولتي اټومي انرژۍ شرکت مشر الیکسي لیخاچف ویلي، چې روسیه په رښتینې توګه هیله لري چې ښکېل اړخونه به د بوشهر د امنیت لپاره خپلې ژمنې پوره کړي. هغه وویل چې روسیه وضعیت له نژدې څاري او د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو سره په همکارۍ، که اړتیا وه د تخلیې اقداماتو ترسره کولو ته چمتو ده. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران غږ وکړ، چې د خبرو اترو میز ته راشي او د خپلو اټومي وسلو د پرېښودو لپاره موافقه وکړي؛ که نه نو، د امریکا راتلونکی برید به ډیر سخت وي. د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا په برید کې د بوشهر اټومي بټۍ په نښه نه شوه. په هغه وخت کې، الیکسي لیخاچف خبرداری ورکړی و، چې د بوشهر پر تاسیساتو برید کولی شي د ۱۹۸۶ کال د چرنوبل د پېښې په څیر د یوه ناورین سبب شي.



