پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اوچا: زلزلو، وچکالۍ او ماینونو زرګونه افغانان له خطر سره مخ کړي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي ادارې (اوچا) د افغانستان د بشري وضعیت ته په اشارې ویلي، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې دغه هېواد له سختو او یو له بل سره تړلو بشري بحرانونو سره مخ و. د اوچا په وینا د نومبر له ۲۳مې تر ۲۸مې پورې د دې ادارې د دفتر مشرې، اېمي مارټن، له زلزله‌ځپلو سیمو لیدنه وکړه او له اغېزمنو کورنیو او قومي مشرانو سره یې خبرې وکړې. د سیمې اوسېدونکو د بشري بنسټونو د بیړنيو مرستو ستاینه کړې، خو ټینګار یې کړی، چې لا هم د سرپناه، تودوخې، اوبو او د کورونو د بیا رغونې لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د سیمې مشرانو اوچا ته ویلي چې که د کورونو د ترمیم او بیا جوړولو لپاره نورې مرستې و نه رسېږي، د ژمي تېرول به ورته ډېر ستونزمن وي. اوچا زیاتوي، ډېری اغېزمنې ولسوالۍ له زلزلې مخکې هم د اوږدمهاله وچکالۍ له امله له ستونزو سره مخ وې، د اوبو سرچینې وچې شوې وې او د خلکو د عاید لارې کمزورې شوې وې، خو زلزلې دا ستونزې لا پسې ژورې کړې او د خوړو د کمښت، د اوبو د نشتوالي او روغتیايي ستونزو خطر یې زیات کړی دی. اوچا د یوې اته کلنې نجلۍ کیسه هم رااخلي چې د زلزلې پر مهال د دېوال د نړېدو له امله یې پښه ماته شوې او دا مهال د کور دننه د درملنې لاندې ده، په داسې حال کې چې کورنۍ یې د زیانمنې سرپناه او محدودو امکاناتو له امله له سختو ستونزو سره مخ ده. اوچا ویلي چې د دې ادارې تر همغږۍ لاندې بشري شریکانو د زلزله‌ځپلو خلکو لپاره لومړنۍ مرستې برابرې کړې، چې په کې بیړنی سرپناه، غیرخوراکي توکي، خوراکي مرستې، روغتیايي او رواني خدمتونه، د اوبو او حفظ‌الصحې ملاتړ، نغدي مرستې او د ساتنې خدمات شامل دي. خو لا هم جدي تشې شته، په ځانګړي ډول د سرپناه د ترمیم، د ژمي مرستو او څو اړخیزو نغدي مرستو په برخو کې، چې د خلکو د ژغورنې او د بیا رغونې د پیل لپاره ژوند ژغورنکي بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img