د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشرې، هیدر بار ویلي چې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندل او نومول د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره یو بنسټیز او نهجلا کېدونکی ګام دی. د هیدر بار دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکو کارپوهانو د جنورۍ په ۱۹مه په یوه راپور کې له نړیوالو دولتونو وغوښتل، چې د بشریت پر ضد د جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو په نوي نړیوال تړون کې دې د افغان ښځو ونډه مرکزي او ماناداره کړي او “جنسیتي اپارتاید” دې د یو جرم په توګه په رسمیت وپېژني. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو پراخ، منظم او بنسټیز محدودیتونه لګول شوي، چې په کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو بندیز، د ښځو د کار حق سخت محدودول او له عامه ژوند څخه د هغوی عملي حذف شامل دي. کارپوهانو ټینګار کړی، چې د افغان ښځو غږونه یوازې شخصي شهادتونه نه دي، بلکې د هغو ظلمونو په اړه معتبرې او تخصصي سرچینې دي چې ورسره مخ دي. د دوی په باور، که د بشریت پر ضد د جرمونو نوی تړون غواړي اغېزمن او عادلانه وي، نو باید د افغان ښځو، د مدني ټولنې د فعالانو او د جنسیتي عدالت د مدافعینو خوندي او ماناداره ګډون تضمین کړي. په راپور کې له غړو هېوادونو غوښتنه شوې چې جنسیتي اپارتاید دې د یوه جرم په توګه په نوي تړون کې شامل کړي، د ښځو پر بنسټ حساسې حقوقي مادې دې پیاوړې کړي او له افغان ښځو سره دې خپل سیاسي، حقوقي او مالي ملاتړ دوامدار وساتي، په ځانګړي ډول د هغو تګلارو له لارې چې د واکمن رژیم د عادي کېدو مخه نیسي. د بشري حقونو فعالانو ویلي، د هیدر بار تازه څرګندونې د ملګرو ملتونو د راپور له مهمو ټکو سره همغږې دي او یو ځل بیا دا ټینګار کوي، چې د افغان ښځو پر وړاندې روان وضعیت یوازې کورنی بحران نه، بلکې د نړیوالو قوانینو د جدي سرغړونو څرګند مثال دی، چې بېله حسابورکولو نه شي پای ته رسېدای.



