د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق اعلان کړی، چې له لوکزامبورګه یې ۲.۳ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده. ياد صندوق په یوه پیغام کې د دې مرستې په اړه له لوګزامبورګ هېواده مننه کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق ویلي چې دا مرستې به د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا او د راتلونکي لپاره د اقتصادي او اقلیمي مقاومت د پیاوړتیا لامل شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د ناورې د نږدې یو میلیون ډالرو مرستې خبر هم ورکړی و. له دې وړاندې، ایټالیا او سوېډن هم له افغانستان سره د بنسټيزو پراختیايي پروژو په برخه کې د مالي مرستو اعلان کړی و. اوچا ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې د اړمنو افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۱.۷۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.



