د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له ښځو غوښتي، چې بې له محرم پرته به له کوره نه وځي. د یاد ولایت ځايي سرچينې خبر ويلی، چې طالبانو له ښځو غوښتنه کړې چې بې له محرم او له حجاب پرته به له کوره نه وځي، ګنې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي. دغه راز د یاد ولایت اوسېدونکي د «لډو او بېډیو» له لوبو او د هدیرې څنګ ته له کېناستو منع شوي دي. طالبانو پردې ټینګار کړی چې د «لډو او بېډیو» لوبې، د سپيو جنګول او د مرغانو او الوتونکو لوبول د اسلامي شریعت خلاف دي. یادې ډلې له خلکو غوښتي چې د لمانځه پر وخت په کوڅو او دوکانونو کې له کېناستو ډډه وکړي. طالبانو همداراز خلک له غیر ضروري مېلمستیاوو منع کړي دي. طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او همداراز د سړو پر ژوند او کار پراخ محدودیتونه لګولي دي.



