پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یونیسف: ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه هم مخ پر کمېدو ده

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبر ورکړی، چې له زده‌کړو د نجونو له محرومیت سره هممهاله، په ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه هم مخ پر کمېدو ده. یونیسف په یوه پیغام کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې ۲.۲ میلیونه نجونې په ښوونځیو کې له زده‌کړو محرومې شوې دي. یونیسف ټینګار کړی، چې کړکېچن ښوونیز نظام د یوه بشپړ نسل راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. یونیسف څرګنده کړې، چې زده‌کړه د هر ماشوم بنسټیز حق دی. همدا راز، یونیسف او د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې د لومړنۍ دورې ۹۳ سلنه زده‌کوونکي د لوستلو کافي وړتیا نه لري. طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړې او د راپورونو له مخې، په هېواد کې ښوونیز نظام له کړکېچن حالت سره مخ دی.

- Advertisment -spot_img