پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د دوحې پروسې د کاري ډلو راتلونکې غونډه د کابل په کوربتوب جوړېږي

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډيکارلو، د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره په کتنه کې ویلي، چې د دوحې بهیر د کاري ډلو راتلونکې غونډه به په کابل کې وشي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو د امنیت او د مخدره توکو د کرکيلې د مخنيوي په اړه خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې پر خصوصي سکټور د محدودیتونو د کمولو او د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د بشري همکاریو په پراختیا باندې ټینګار شوی دی. دواړو لورو پر رغنده تعامل ټینګار کړی دی‌. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې کابل ته سفر کړی او تر دې وړاندې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي. د یادونې وړ ده، چې له طالبانو سره د تعامل لپاره د دوحې بهیر د کاري ډلو غونډه، د مخدره توکو د کرکيلې او بانکي محدودیتونو په تړاو خبرې اترې تر دې وړاندې هم شوې، خو تر اوسه یې کومه محسوسه پایله نه ده لرلې.

- Advertisment -spot_img