د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبر ورکړی، چې د لمریزې انرژۍ پر بنسټ د ځایي اوبو رسولو د سیستم له لارې یې د ۱۴۰۰ کورنیو لپاره پاکې اوبه برابرې کړې دي. په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې مسئولې کاترینا ریتز پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا خدمتونه یې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې برابر کړي دي. آغلې ریتز د پایېدونکو حللارو له لارې پاکو اوبو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی دی. د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې په افغانستان کې د پاکو اوبو د کمښت او هغو ته د نه لاسرسي په اړه خبرداری ورکوي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو اته یې ککړې اوبه څښي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په وروستیو څو کلونو کې د پرلهپسې وچکالۍ شاهد پاتې شوی دی.



