د ایران رهبر، آیتالله علي خامنهاي، د امریکا لهخوا د احتمالي هوايي برید د ګواښ د مخنیوي لپاره، په تهران کې یو ځمکني پناه ځای (ښمځې) ته لېږدول شوی دی. نیویارک پوسټ د سیمهییزو او نړیوالو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ د فارس خلیج ته له لېږلو وروسته، د ایران پوځي چارواکو د برید د احتمال د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د راپور له مخې، خامنهاي د حکومت د ورځنیو چارو اداره خپل زوی مسعود خامنهاي ته سپارلې، او هغه دا مهال له اجرائیه قوې سره د اړیکو اصلي لاره بلل کېږي. په همدې حال کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د مجلس د ملي امنیت کمېسیون خبرداری ورکړی، چې د ایران پر رهبر هر ډول برید کولای شي د «بشپړې جګړې» لامل شي. ویل کېږي، چې دا اقدام د تېر کال له اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د خامنهاي د پناهځای ته د تګ سره ورته دی، او دا د بهرنیو ګواښونو او د ایران د پېچلو کورنیو شرایطو په اړه د تهران د اندېښنې زیاتوالی ښيي.



