د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بېنټ ویلي، چې طالبانو میلیونه نجونې او ښځې له زده کړو محرومې کړې دي. ښاغلي بېنټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا محرومیت نه یوازې د نجونو او ښځو پر ژوند اغېز کوي، بلکې د هېواد راتلونکي ته هم ژورې پایلې لري. هغه ټینګار کړی، چې ټول ځوانان باید د باکیفیته زده کړو او لوړو زده کړو د ترلاسه کولو حق ولري. هر کال د جنورۍ ۲۴مه د زده کړې د نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، نجونې له ښوونځيو او پوهنتونونو محرومې کړې دي.



