پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ابوظبي کې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه درې اړخیزه غونډه

روسي او اوکرایني مرکچیانو د اوکراین پرضد د روسیې د جګړې په اړه د مهمو خبرو په ترڅ کې له امریکايي چارواکو سره کتلي دي. دا غونډه پرون په ابوظبي کې جوړه شوې وه او پر اوکراین د روسیې له حملې وروسته دا لومړی ځل و، چې د روسیې او اوکراین چارواکو له امریکايي چارواکو سره مخامخ خبرې کولې. له بلې خوا د سپینې ماڼۍ له یوه پلاوي سره د ولسمشر ولادیمیر پوتین له کتنې وروسته کریملین په اوکراین کې د خپلې ارضي ادعا په مسئله کې په خپل دریځ کې هېڅ راز نرموالی نه دی راوستی. دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې د ژمي په سختو سړو شپو ورځو کې د برېښنا د نشتوالي له امله تپه تیاره ده او د روسیې حملې لاهم روانې دي. روسیه د اوکراین په دونباس سیمه کې د درنو تلفاتو په منلو سره د نورو سیمو د نیولو لپاره د سوکه پرمختګ په حال کې ده. ولسمشر پوتین او نورو روسي چارواکو ویلي، چې که مسکو له ډیپلوماتیکو لارو د دې سیمو د نیولو هدف ترلاسه نه کړي نو نورې ډېرې سیمې به د زور په کارولو سره ونیسي.

- Advertisment -spot_img