په داسې حال کې چې نړۍ د زدهکړې نړيواله ورځ د پوهې، عدالت او هوساینې د ګډ تعهد په توګه لمانځي، موږ له بده مرغه په افغانستان کې له یوه ترخه او دردوونکي واقعيت سره مخ یوو، میلیونونه افغان نجونې له خپل بنسټیز انساني حق، یعنې د زدهکړې له حقه په لوی لاس بېبرخې شوې دي. ياده ورځ سږ کال هم په داسې حال کې په اعلامیو او بیانیو تازه کېږي، چې په افغانستان کې څلور کاله کېږي چې میلیونونه له زده کړو محرومې نجونې د یوه نامعلوم راتلونکي په انتظار کې ژوند کوي. د جنورۍ ۲۴ د زده کړې نړيواله ورځ ده، دا ورځ د نړۍ په ډېری هيوادونو کې، له کرکې سره په مبارزه کې د تعليم او ښوونکو پر رول ټینګار کيږي، خو په افغانستان کې لا هم د بحث تر ټولو مهمه موضوع دا ده، چې واکمنان به تر کله له علم سره مخالفت او دښمنۍ ته دوام ورکوي. د ۲۰۲۱م کال د اګست په نيمايي کې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته ورسېدل او په تدريج يې پر ښځو او نجونو محدوديتونه ډېر کړل. هغوی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو څخه منع کړي او په اکثرو برخو کې یې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه. د طالبانو دغه کار د اکثرو افغانانو او همدا راز نړيوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی دی. یونسکو وايي، د افغانستان په لوړو زده کړو کې د ښځو ونډه چې اوس صفر ته رسېدلې، د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې په شلو کلونو کې کابو شل برابره زیاته شوې وه او د ښځینه محصلینو شمېر له ۵۰۰۰ څخه یو لکو ته رسېدلی وو. خو اوس له بده مرغه، په افغانستان کې د زدهکړې د پراختیا او پرمختيا پر ځای، د عصري علومو او په ځانګړي ډول د نجونو د زدهکړو پر وړاندې یوه نااعلانشوې جګړه پيل شوې ده. له څه باندې څلورو کلونو راهيسې د نجونو پر مخ د منځينو، لیسې او لوړو زدهکړو دروازې تړل شوې دي. پوهنتونونه یو په بل پسې تړل کېږي، استادان او محصلین یا د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي او یا هم تر ډول ډول فشارونو لاندې يې د چوپتیا او ګوښه کېدو لاره نيولې ده. دا وضعیت نه یوازې د بشر د اساسي حقونو ښکاره نقض دی، بلکې د هېواد پر ملي ګټو، اقتصادي پرمختګ، ټولنیز ثبات، خپلواکۍ او روښانه راتلونکي یو نه جبرانېدونکی ګوزار دی.



