د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو او ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په دې ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې وروستي حالات ارزولي دي. د دواړو لوریو په وینا، په دغو خبرو کې د سیمهییزو بحرانونو په مدیریت کې د هېوادونو پر رول ټینګار شوی او د سولې د ټینګښت لپاره د ډیپلوماټیکو سلا مشورو او همغږۍ پر دوام هوکړه شوې ده. بلخوا، د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ډیپلوماټیک دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې هېواد به یې د منځګړیتوب او خبرو اترو د اسانتیا په برخه کې خپل فعال رول ته دوام ورکړي، څو روانو شخړو ته حللارې وموندل شي.



