پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خدیجه احمد زاده د طالبانو له بند خوشې شوې

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې بی بی سي ته تایید کړې چې د تکواندو ښځینه روزونکې خدیجه احمد زاده چې د امربالمعروف په امر هرات کې نیول شوې وه خوشې شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړې د ځايی محکمې د حکم په اساس په ۱۳ ورځو بند محکومه شوې وه او نن یې د بند موده پوره شوه. خدیجه احمد زاده د مرغومي په شلمه د هرات د جبرئیل ښار څخه نیول شوې وه. امربالمعروف وزارت په دې وروستیو کې ویلي وو، چې نوموړې نیول شوې او محکمې ته وړاندې شوې ده. د وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پرته له جزییاتو بی بی سي ته ویلي، چې آغلې احمد زاده شرعي مقررات مات کړي. ښاغلي خیبر ویلي وو چې څو کسه نور هم نیول شوي او محاکمې ته به وړاندې شي.

- Advertisment -spot_img