پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان د معاصر قضایي تاریخ پېژندل شوی ستوری له نړۍ وکوچېد

عبدالسلام عظیمي، د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس او قاضي‌القضات، د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۹۰ کلونو په عمر ترکیه کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. عبدالسلام عظیمي په ۱۳۱۵ لمریز کال کې د فراه ولایت په یوه علم‌‌پاله کورنۍ کې زېږېدلی و. هغه خپلې لوړې زده‌کړې د اسلامي شریعت او حقوقو په برخه کې د مصر په الازهر پوهنتون کې بشپړې کړې او وروسته یې د امریکا د جورج واشنګټن پوهنتون کې هم تخصصي زده‌کړې ترسره کړې. نوموړي د افغانستان په حقوقي او قضایي نظام کې مهم رول درلود. هغه د اساسي قانون د تدوین په بهیر کې ونډه واخیسته او په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د افغانستان د سترې محکمې د مشر په توګه د ولسي جرګې باور ترلاسه کړ. عظیمي تر څو کلونو پورې د قضا عالي مقام پر غاړه درلود. عبدالسلام عظیمي د قضا تر څنګ د ښوونې په ډګر کې هم فعاله ونډه لرله او د کابل پوهنتون ترڅنګ یې په بهرنیو پوهنتونونو کې هم تدریس کړی دی. د ده همکاران هغه د علمي، معتدل او قانون‌پال شخصیت په توګه یادوي. د نوموړي د دندې پر مهال د افغانستان قضایي سیستم له ګڼو سیاسي، امنیتي او حقوقي ننګونو سره مخ و. سره له دې، عظیمي هڅه کوله، چې قضایي بنسټونه د اساسي قانون او نافذه قوانینو پر بنسټ پرمخ ولاړ شي. د عبدالسلام عظیمي مړینه د افغانستان د حقوقي ټولنې لپاره یوه ضایعه بلل کېږي. د هغه د ژوند او کاري سابقې په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي، خو په ټوله کې هغه د افغانستان د معاصر قضایي تاریخ له پېژندل شویو څېرو څخه شمېرل کېږي.

- Advertisment -spot_img