پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نړۍ کې میلیونونه میندې له زیږون وروسته له ژور خفګان سره مخ دي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي، په نړۍ کې په میلیونونو میندې د ماشوم له زیږون وروسته له ژور خپګان سره مخ دي؛ هغه رواني حالت چې که پر وخت تشخیص او درملنه یې ونه شي، د مور او ماشوم پر روغتیا جدي ناوړه اغېزې لرلای شي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له ۱۰ سلنه ډېرې امیندوارې ښځې او نوې میندې له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي. WHO ټینګار کوي چې د زیږون وروسته خپګان یوازې لنډمهالی احساساتي بدلون نه، بلکې یوه جدي رواني ناروغي ده چې د مور ورځنی ژوند، د ماشوم پالنه او کورنۍ اړیکې زیانمنوي. روغتیا نړیوال سازمان وايي، ټولنیز او اقتصادي فشارونه، د کورنۍ ملاتړ نشتوالی، تاوتریخوالی او پخوانۍ رواني ستونزې د دې خپګان له مهمو لاملونو څخه دي. د سازمان په وینا، په ډېرو ټولنو کې د رواني ناروغیو په اړه چوپتیا او بدنامي د دې سبب شوې چې ډېرې میندې پر وخت مرسته و نه غواړي. WHO زیاتوي چې د زیږون وروسته خپګان د درملنې وړ دی او د رواني درملنې، ټولنیز ملاتړ او په جدي مواردو کې د متخصص تر څار لاندې د درملو کارول کولای شي د میندو رواني وضعیت ښه کړي. دا سازمان له روغتیايي بنسټونو غواړي چې د امیندوارۍ او زیږون وروسته پړاوونو کې د میندو رواني روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي.

- Advertisment -spot_img