پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

“د افغان مېرمنو غږ دې د نړیوال تړون په لومړي سر کې ځای ولري”

د ملګرو ملتونو خپلواکو بشري حقونو کارپوهانو ټینګار کړی، چې د بشریت پر وړاندې د جرمونو د مخنیوي او سزا لپاره د نوي نړیوال تړون په خبرو کې باید د افغان ښځو غږ اساسي او ماناداره رول ولري. دوی وايي، د تړون مشروعیت هغه مهال تضمینېږي، چې د افغان ښځو او نجونو ژوندۍ تجربې په کې په جدي ډول واورېدل شي. کارپوهانو غوښتنه کړې، چې «جنسیتي نابرابري » دې د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په دغه تړون کې شامل شي، ځکه افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د منظم او بنسټیز تبعیض روښانه بېلګه ده. د دوی په وینا، د ښځو د زده‌کړو بندیز، د کار محدودیتونه او له عامه ژوند څخه ایستل د نړیوال حقوقي اقدام اړتیا لا جدي کوي. همدارنګه له غړو هېوادونو غوښتل شوي، چې د افغان ښځو، بشري حقونو فعالانو او د LGBT ټولنې خوندي او ټول‌شموله ګډون تضمین کړي، د طالبانو د واکمنۍ د عادي کېدو مخه ونیسي، د خوندي کډوالۍ لارې برابرې کړي او د ښځو په مشرۍ مدني بنسټونو ته دوامدار مالي ملاتړ ورکړي.

- Advertisment -spot_img