د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چې ممکن په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه کسان چې د نفوس څه باندې درېیمه برخه جوړوي، د خوړو له نا امنۍ سره مخ شي. ياد بنسټ په یوه تازه راپور کې ويلي، چې له دې منځه، ۴.۷ میلیونه به د خوړو د خوندیتوب د طبقه بندي سیسټم په څلورم پړاو يا بحراني حالت کې وي. دغه راز به افغانستان په ۲۰۲۶ م کال کې له يوه لوی بشري ناورين سره مخ وي. په راپور کې ویل شوي: «د جګړې کلونه، اقتصادي کمزورتیا، په بنسټیزو خدمتونو کې کمې پانګونې او د حقونو چټک سقوط د نفوس لویه برخه د مقاومت له کموالي سره مخ کړی ده. اوچا زیاته کړې، چې دا اوږدمهالي فشارونه اوس د خوراکي توکو د ناامنۍ د زیاتوالي، د کډوالو د پراخې راستنېدنې، د اقلیم له امله رامنځته شوې وچکالۍ، تکراري طبیعي پېښو او له عامه ژونده د ښځو او نجونو د سیستماتیک حذف له امله نور هم زیات شوي دي. اوچا تر دې وړاندې ویلي وو، چې په ۲۰۲۶ م کال کې به نږدې ۲۲ میلیونه خلک په بشري مرستو پورې تړلي وي.



