له خوسته ځایي سرچینې خبر ورکړی،چې د دغه ولایت په فضا کې بېپیلوټه الوتکې په ټیټه ارتفاع ګزمې وهي. د سرچینو په وینا، دغه بېپیلوټه الوتکې د خوست ښار ترڅنګ د ګربزو، تڼیو، اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو په فضا کې لیدل شوي دي. سرچینو ویلي، چې یادې الوتکې نن له مازدیګر راهیسې په پرلهپسې ډول ګرځي راګرځي. د سیمې اوسېدونکو ویلي چې دا مهال هم بېپیلوټه الوتکې په اسمان کې د ګزمې په حال کې دي. د سرچینو په خبره، تر اوسه روښانه نه ده، چې یادې الوتکې د چا دي او له کومه ځایه راغلي دي. ځايي اوسېدونکو د یادو الوتکو له شتونه اندېښنه څرګنده کړې ده. تر اوسه د دې الوتکو د فعالیت په اړه د کومې رسمي سرچینې له لوري څه نه دي ویل شوي. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په خوست ولایت کې څو ځله د بېپیلوټه الوتکو بریدونه شوي وو ، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې وه.



