د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق راپور ورکړی، چې د زیانمنو ښاریانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د «دوامدارو حللارو» د طرحې په چوکاټ کې، په ختیځو ولایتونو کې ۵۶۲ بېرته راستنو شویو کورنیو ته کورونه جوړ شوي دي. دا کورونه تر ډېره په لغمان کې جوړ شوي او د کورونو د جوړولو تر څنګ، بېرته راستنو شویو کسانو ته د لمریزې برېښنا د لاسرسي زمینه هم برابره شوې ده. د یاد بنسټ په وینا، د دغو کورونو جوړول ځپل شویو کورنیو ته د امنیت احساس، شخصي حریم او د خرابو اقلیمي شرایطو پر وړاندې ساتنه برابره کړې او د ثبات او نوي عزتنفس احساس یې ور په برخه کړی دی. په تېرو څه باندې دوو کلونو کې، له ایران او پاکستانه تر څلورو میلیونو ډېر افغانان هېواد ته بېرته راستانه شوي، چې ډېری یې د سرپناه له کمښت سره مخ دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان هم تازه اعلان کړی، چې له هرو څلورو بېرته راستنو شویو کسانو څخه یو کس د دايمي سرپناه د نشتون له امله تر یو ځل ډېر بېځایه شوي دي.



