چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د رهبرۍ په کچه د طالبانو په منځ کې ژور اختلاف په زیاتېدو دی

بي‌بي‌سي د رښتينولۍ ارزونې څانګې تازه راپور ورکړی، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ په تر ټولو لوړه کچه کې اختلافونه راپيدا شوي او د کابل او کندهار مېشتو چارواکو ترمنځ کړکيچ پر زیاتېدو دی. دا راپور د ملا هبةالله اخندزاده ته منسوب يو غږيز پیغام او د يو کلنې څېړنې پر بنسټ چمتو شوی دی. د راپور له مخې، په هغه غږيز پیغام کې چې بي‌بي‌سي ته رسېدلی، د طالبانو مشر ملا هبةالله اخندزاده د «کورني تقابل» په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي، چې دا ډول اختلافات کولای شي د دې ډلې د ړنګېدو لامل شي. داسې ويل کېږي دا وينا د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په مياشت کې په کندهار کې شوې، چې له امله يې هغه اوازې لا پياوړې شوې، چې له مياشتو راهيسې د طالبانو د مشرۍ د اختلافاتو په اړه روانې وې. راپور کاږي، د خپلو څېړنو پر بنسټ يې د طالبانو په منځ کې دوې اصلي ډلې پېژندلي دي: يوه ډله کندهار کې د هبةالله اخندزاده ته نږدې کسان دي، چې د واک پر تمرکز او د سختو پاليسيو پر پلي کېدو ټينګار کوي؛ او بله ډله په کابل کې مېشت اغېزمن چارواکي دي، چې له نړۍ سره پر تعامل، اقتصادي ثبات او د محدوديتونو پر کمولو، په ځانګړي ډول د زده‌کړو په برخه کې، ټينګار لري. داخلي سرچينو دا حالت «د کندهار او کابل تقابل» بللی دی. د راپور په يوه برخه کې راغلي، چې په ټول افغانستان کې د انټرنېټ د پرې کېدو امر، چې پرته له رسمي وضاحت څخه لغوه شو، د دغو اختلافاتو د ښکاره کېدو له مهمو بېلګو څخه و. د بي‌بي‌سي د سرچينو په وينا، په کابل کې ځينو لوړپوړو طالب چارواکو د مشر د امر خلاف د انټرنېټ د بيا نښلولو لپاره اقدام کړی و. د دې راپور په غبرګون کې، د طالبانو وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد د دې ډلې په ليکو کې د هر ډول اختلاف شتون رد کړی دی. هغه په خپل اېکس (پخواني ټويټر) پاڼه ليکلي، چې د بي‌بي‌سي راپور «حقيقت نه لري» او ټينګار يې کړی چې د طالبانو ترمنځ «بشپړه يووالی، اطاعت او همغږي» موجوده ده او د نظر محدود توپيرونه د اختلاف په معنی نه دي.

- Advertisment -spot_img