پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

آی،آر،سي: افغانستان کې ١٧ میلیونه وګړي بیړنو مرستو ته اړتیا لري

د ژغورنې نړیواله کمېټې (IRC) خبر ورکړی، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۷ میلیونه خلک خوراکي مرستو ته بیړنۍ ارتیا لري. خبرپاڼه وايي د افغانستان په سختو زیانمنو سیمو کې د دغې کمېټې څېړنې د لوږې د بحران ژوروالی څرګندوي او له دې امله یې په بامیانو ، کونړ او هرات ولایتونو کې خوراکي مرستې زیاتې کړې دي. د IRC موندنې ښيي چې د دوی لخوا په ترسره شوې سروې کې د ۹۵ سلنه ګډونوالو خوراکي مصرف کمزوری دی، چې خوړو ته ناکافي لاسرسی ښيي. ۹۵ سلنه نورو ویلي چې د ژوند ستونزې ګالي ، پیسې له نورو په پور اخلي او خپل طبي معاینات هم ځنډوي. د ژغورنې د نړیوالې کمېټې موندنې ښيي، چې د شپږو میاشتو څخه د کم عمر ۹۳ سلنه کوچنیانو او ۸۴ سلنه د دوو کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته د مور شیدې ورکول کېږي او دې ته په کتو اټکل کیږي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۱.۲ ميلیونه امیدواره یا شیدې ورکوونکې مېرمنې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

- Advertisment -spot_img