هند کې د طالبانو سرپرست سفیر مفتي نوراحمد نور د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان برخې مسئول انند پرکاش سره لیدلي. هند کې د افغانستان سفارت ویلي چې دې کتنه کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا، د ویزو په ورکړې، د سوداګرو او هند کې د مېشتو افغان محصلينو په ستونزو خبرې شوي. دغهراز دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او تعاملاتو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د چارو کارپوهان د هند او اسلامي امارت ترمنځ ډیپلوماټیکو اړیکو کې پراختیا د افغانستان لپاره مهمه بولي. د یادونې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ نور احمد نور هند کې د افغانستان د سفارت سرپرست معرفي کړ.



