چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران کې د لاریونونو دوام او د حکومت درې ورځې ملي ماتم

ایران په لاریونونو کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د وژل‌کېدو له امله ایراني حکومت هلته درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.  ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر، مسعود پزشکیان پر وژل‌شویو امنیتي ځواکونو خواشیني ښودلې او د ایران له خلکو یې غوښتي چې په دغه ماتم کې ګډون وکړي. د راپورونو له مخې چې د دغو لاریونونو له امله تر دې دمه نږدې ۵۰ امنیتي ځواکونه او شاوخوا ۴۸۰ لاریونوال وژل شوي دي.   د ایران حکومت ویلي چې دا تاوتریخوالي وروسته له هغې شوی چې د لاریونوالو په منځ کې وسله‌وال کسان ور ننوتلي وو او امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې کړې وې. تېره ورځ د ایران ولسمشر له رسنیو سره په خبرو کې لاریونوالو ته د «ترهګرو» خطاب کړی و او ویلي یې وو چې دښمن داسې ترهګر رالېږلي چې د لاریون پرمهال یې جوماتونه او بازارونه سوځولي وو.  مسعود پزشکیان ټینګار کړی چې دوی به هېڅوک پرېنږدي چې عام امنیت ګډوډ کړي.   په ایران کې د کمزوري اقتصادي وضعیت په خاطر د حکومت ضد لاریونونه له تېرو دوو اوونیو راهیسې پیل شوي او لا هم ادامه لري.

- Advertisment -spot_img