چهارشنبه, مارچ 18, 2026
چهارشنبه, مارچ 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سویډن له افغانستان سره ۶.۵ میلیون ډالره مرسته کړې

د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی، چې سویډن شاوخوا ٦.٥ میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کړې. د یاد صندوق په وینا، دغه مرسته به د بنسټیزو خدماتو د پراختیا، د اقتصادي او اقلیمي مقاومت د پیاوړتیا او د زیانمنو شویو او بې‌ځایه شویو ټولنو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي. سرچینې د سویډن له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته به د اړمنو خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري. دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د ۲۰۲۶ کال لپاره د خپلې بودجي غوښتنه راکمه کړې ده. اوچا ویلي، چې د راتلونکي کال لپاره یې د بودجې غوښتنه ۳۳میلیارده ډالرو ته راټیټه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وړاندیز شوې بودجه په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۴۷میلیارده ډالر وه، خو د نړیوالو بسپنه‌ورکوونکو د ملاتړ د کمښت له امله دا اندازه راټیټه شوې ده

- Advertisment -spot_img