دوشنبه, مې 11, 2026
دوشنبه, مې 11, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بارسلونا د ریال مادرید په ماتولو د هسپانیا لالیګا اتلولي خپله کړه

بارسلونا نن د خپل سیال ریال مادرید پر وړاندې په ۲-۰ بریا سره د هسپانیا(لالیګا) د فوټبال د روان فصل اتلولي خپله کړه. په دې حساسه او برخلیک ټاکونکې لوبه کې، چې د هسپانیا د فوټبال د دوو دودیزو سیالانو ترمنځ ترسره شوه، بارسلونا وتوانېده د غوره لوبې په وړاندې کولو ریال مادرید ته ماتې ورکړي او د لالیګا اتلولي خپله کړي. په دې لوبه کې لومړی ګول مارکوس راشفورډ په ۹مه دقیقه کې وواهه او دویم ګول فیران تورېس په ۱۸مه دقیقه کې ترسره کړ. د بارسلونا لوبغاړو د لوبې له پیله بریدیزه او منظمه لوبه ترسره کړه او له رامنځته شویو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې یې خپله برتري وساتله. بلخوا، ریال مادرید هڅه وکړه، چې پایله بدله کړي، خو د بارسلونا منظمې دفاعي او همغږې لوبې دغه ټیم بریا ته پرېنښود. بارسلونا له دې بریا وروسته ۹۱ نمرو ته ورسېده او د سیالیو تر پای مخکې یې اتلولي یقیني کړه.

- Advertisment -spot_img