شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پېښور پوهنتون له سخت مالي بحران سره مخ شوی

د پېښور پوهنتون د ګډ اقدام کمېټې د پوهنتون پر مالي کړکېچ ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې صوبایي حکومت له مالي او اداري پلوه په بشپړه توګه ناکام شوی، نو ځکه باید پوهنتون فدرالي حکومت ته وسپارل شي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ډاکټر ذاکرالله جان په مشرۍ په غونډه کې د پوهنتون استادانو او اداري چارواکو د کارکوونکو په منځ کې د خپګان او اندېښنې یادونه وکړه. له غونډې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د معاشونو او تقاعد (پنشن) پر وخت نه ورکول او د پوهنتون مخ پر زیاتېدونکی مالي بحران د جدي اندېښنې وړ دی. کمېټې په یوه خوله یو پرېکړه لیک منظور کړ، چې په کې ویل شوي صوبایي حکومت د پېښور پوهنتون د چارو په سمبالولو کې په بشپړه توګه پاتې راغلی او باید پوهنتون فدرالي حکومت ته وسپارل شي، څو دا پرېکړه د پوهنتون او د خیبرپښتونخوا د خلکو په غوره ګټه تمامه شي. د خیبرپښتونخوا حکومت د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په لاس کې دی او له همدې کبله مرکزي حکومت دې ایالت ته لازمه بودجه نه ورکوي څو ایالتي حکومت تر فشار لاندې وي. په بیان کې ادارې ته خبرداری ورکړل شوی چې که د کارکوونکو قانوني غوښتنې، په ځانګړي ډول د معاشونو او پنشن سمدستي ورکړه، پر وخت پوره نه شي، نو احتجاج به لا پراخ شي او تعلیمي او اداري فعالیتونه به تحریم (بایکاټ) شي.

- Advertisment -spot_img