د برېتانيا د کورنيو چارو وزيرې ويلي دي، طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه خبرې اترې کوي، چې برېتانيا کې يې د پناه غوښتنه کړې او غوښتنليکونه يې رد شوي دي. شبانه محمود ويلي دي، پهدې اړه خبرو اترو باندې غور کوي. د برېتانيا حکومت ويلي دي، دغه هېواد ته په لوړه کچه افغان کډوال له ناقانونه لارو ورغلي دي. د ورکړل شوي مالوماتو لهمخې تېر ۲۰۲۵ کال کې برېتانيا ته ۶۳۶۰ افغانان د وړو کښتيو له لارې ورغلي، چې دا ۱۸سلنه زياتوالی ښيي. دا پهداسې حال کې ده، چې امريکا هم هغو افغان پناهغوښتونکو چې قطر کې مېشت دي، خبر ورکړی چې يا دې کانګو جمهوريت او يا هم افغانستان ته ولېږدول شي، خو لهدې پرېکړې سره مخالفتونه شوي دي.



