په کابل کې د ښاري ټکسي موټرو چلوونکي د طالبانو تر ادارې لاندې د مالیو او اداري لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي او وایي چې د عاید کموالي سره هممهاله مالي فشارونه زیات شوي دي. د یو شمېر چلوونکو په وینا، هغوی هر درې میاشتې د موټر د اسنادو د تمدید لپاره شاوخوا دوه زره تر دوه زره پنځه سوه افغانیو پورې لګښت ورکوي او په ټولیز ډول د کال په اوږدو کې د ټرانسپورټ، ترافیک او ښاروالۍ ادارو ته د پام وړ پیسې ورکوي. هغوی زیاتوي چې د تېلو بیې، د موټرو ترمیم او د کار کمښت هم د هغوی اقتصادي وضعیت لا سخت کړی دی. یو شمېر چلوونکي وایي چې پخوا یې ورځنی عاید شاوخوا دوه زره افغانۍ و، خو اوس تر زرو افغانیو هم کم شوی او په ځینو مواردو کې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولی. هغوی ادعا کوي چې د رسمي مالیو ترڅنګ ځینې غیر رسمي تادیات هم ترې اخیستل کېږي، چې د هغوی په وینا اقتصادي فشار یې لا زیات کړی دی. چلوونکي له اړوندو طالب ادارو غوښتنه کوي چې د مالیو په سیستم بیاکتنه وکړي او د کارګر قشر د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره لګښتونه راکم کړي. د طالبانو د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې شاوخوا ۲۰ زره رسمي ټکسي موټرونه فعالیت لري، چې د ۵ زره څخه زیاتو ښاري بسونو ترڅنګ د پلازمېنې د ترانسپورتي خدماتو برخه جوړوي.



