پنجشنبه, جون 25, 2026
پنجشنبه, جون 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسرائیل: د امریکا د فشار سربېره له جنوبي لبنان شاتګ نه کوو

د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي چې د دغه هېواد پوځ به په هېڅ ډول شرایطو کې له هغو پوځي پوستو څخه چې په جنوبي لبنان کې یې نیولي دي، شاتګ ونه کړي، حتی که متحده ایالات هم د وتلو غوښتنه وکړي. یسرائیل کاتس په تل‌ابیب کې د یوې غونډې پر مهال د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه ویلي چې هغو کسانو ته چې د لبنان په جنوبي سیمو کې له مخکې نه تخلیه شوي، د بېرته ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي. هغه ادعا کړې چې په تېرو وختونو کې په دغو سیمو کې د سړک پر غاړه چاودېدونکو توکو او پر سرتېرو بریدونو پېښې شوې دي، او له همدې امله، په وینا یې، اسرائیل نه غواړي داسې پېښې بیا تکرار شي. دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د اوربند د ټینګښت لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو راپورونه ښيي چې د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ نښتې لا هم په جنوبي لبنان کې دوام لري. په همدې حال کې، د لبنان ولسمشر تر دې مخکې ویلي و چې بیروت به له هغې څخه کم هېڅ حل ونه مني چې د جنوبي لبنان څخه د اسرائیلو پوځي حضور پای ته ورسېږي.

- Advertisment -spot_img