د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د پټو خدمتونو ځواکونو او پولیسو په چټکۍ او زړورتیا د سپینې ماڼۍ د مېلمستیا د ډزو پېښې ته غبرګون وښود او بریدګر یې ونیوه. ټرمپ ویلي چې د مراسمو د دوام په اړه پرېکړه امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې ده. هغه زیاته کړې چې ښايي دا پروګرام په بل ډول دوام ومومي یا له سره تنظیم شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، داسې انګېرنه نه لري چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې د ډزو پېښه دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري، خو ټینګار یې کړی چې د پلټنو له بشپړېدو پرته په بشپړ یقین سره څه نه شي ویل کېدای. ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د ډزو د پېښې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، په اوس وخت کې داسې کومه نښه نه شته چې دا پېښه دې د ایران له جګړې سره تړاو ولري. هغه ویلي، سره له دې چې لومړنۍ ارزونې دا ډول تړاو نه ښيي، خو «هیڅکله په بشپړ یقین سره څه نه شي ویل کېدای.» ټرمپ زیاته کړې چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او په وینا یې د پلټنو له پرمختګ سره به د دې پېښې نور جزییات هم روښانه شي.



