چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د نوي کال درې ګوني ماشومان

د نوي میلادي کال په لومړیو ساعتونو کې په افغانستان کې یوې مېرمنې درې ګوني ماشومان زیږولي. ایمرجنسي روغتون اعلان کړی چې دا درې ګوني د دوی په روغتون کې زیږېدلي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دې ورکړي. نن د ۲۰۲۶ میلادي کال لسمه ده. په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنۍ را وروسته چې نړیوالې مرستې کمې شوي او یو شمېر روغتیایي کارکوونکي له هیواده وتلي د زیږیدو پرمهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده. د ملګرو ملتو د راپور له مخې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن د روغتیایي ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

- Advertisment -spot_img