شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګري ملتونه: راتلونکو ۳۶ کلونو کې به نیمايي افغانان ښاري ژوند غوره کړي

ملګرو ملتونو تازه راپور ورکړی، چې د ښاري کېدو بهیر د جټکتیا له امله به تر ۲۰۶۰ کال پورې د افغانستان نیمایي نفوس په ښارونو کې اوسي، چې دا به له یوې خوا د پرمختګ فرصتونه رامنځته کړي، خو له بلې خوا به د جدي ستونزو سبب شي. د ملګرو ملتونو د بشري مېشتونې پروګرام ويلي، تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو افغانانو یو کس په ښاري سیمو کې اوسېږي، چې دا د نفوس په جوړښت کې یو چټک او لوی بدلون ښيي. یادې ادارې په خپله ایکس دا بهیر«په لنډ وخت کې چټک بدلون» بللی او ټینګار یې کړی، چې دا هم خطرونه لري او هم فرصتونه. نوموړې ادارې ویلي، دا ښاري وده باید د دوامدار پرمختګ، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې د ښه کېدو سبب شي، نه دا چې د نابرابرۍ د زیاتېدو سبب شي. دغه ادارې مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د ښاري نفوس پراختیا په بې‌ساري ډول چټکه شوې، د دې ادارې د ارزونو له مخې، په ۱۹۵۰ کال کې یوازې له هرو شلو تنو یو په ښارونو کې اوسېده، خو دا شمېر تر ۲۰۲۲ کال پورې له هرو څلورو کسانو یو ته لوړ شوی دی. دا بدلون د ښاري پلان جوړونې او ادارې له وړتیاوو ډېر چټک و، او د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې کابل او ځینې نور ښارونه د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي، چې لامل یې د سرچینو زیات استعمال په ګوته شوی. یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې که اغېزمنه طرحه او سم مدیریت ونه شي، نو چټکه ښاري وده کولی شي د ناقانونه مېنو د پراخېدو، د استوګنځایونو د کمښت، لومړنیو خدمتونو ته د محدود لاسرسي او په ښارونو کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو لامل شي.

- Advertisment -spot_img