شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ممداني؛ د نیویارک ښار تاریخ به په پښتو ژبه هم ولیکل شي

د نیویارک نوي ښاروال ظهران ممداني د خپلې لوړې وروسته په خپله وروستۍ وینا کې، د قومي، مذهبي او ژبني تنوع پر بنسټ د یوې نوې کیسې د جوړولو یادونه وکړه. ممداني ویلي د نیویارک ښار تاریخ به د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه هم ولیکل شي. ظهران ممداني د خپلې لوړې وروسته په خپله وروستۍ وینا کې نیویارک د ټولو هغو کسانو ملکیت وګاڼه چې په دې ښار کې ژوند کوي. ممداني ټینګار وکړ چې د دې ښار ټول اوسېدونکي، پرته له دې چې د دوی ژبه وي، پشمول د پښتو، مانډرین (د چین رسمي ژبه) او یدش (د ځینو یهودانو دودیزه ژبه)، به د دې نوې کیسې په لیکلو کې رول ولري. د نیویارک دغه مسلمان ښاروال همدا راز د مذهبي تنوع او د مذهبي مراسمو د ترسره کولو ازادۍ باندې ټینګار وکړ، ویې ویل چې د دې ښار اوسېدونکي “به په جوماتونو، عبادت خونو، کلیساګانو، مندرونو او معبدونو کې دعا وکړي او ډېری به یې هېڅ دعا ونه کړي.” باید وویل شي چې ظهران ممداني د نیویارک ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی، چې د ۲۰۲۵ کال په ټاکنو کې په پراخه کچه وټاکل شو. هغه د کرایې کنټرول، وړیا بس خدماتو، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ملاتړ او د کډوالو د ساتنې لپاره د خپل کمپاین په جریان کې د خپلو ملاتړو په منځ کې پراخه ملاتړ ترلاسه کړ او تر بریا ورسېد. د یادولو ده چې ممداني په هغه قران کریم رسمي لوړه وکړه، چې هغه ته یې له خپل نیکه څخه په میراث پاتې دی. هغه د نیویارک لومړنی ښاروال دی، چې د خپلې لوړې پرمهال یې په قران کریم لوړه وکړه.

- Advertisment -spot_img