سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پنجاب سېلاب ځپلي بشري مرستو ته اړ دي

د پاکستان د پنجاب ایالت سیلاب ځپلو سیمو ته بېرته د بې ځایه شویو خلکو ستنېدنه پيل شوې ده. دغلته وروستیو موسمي اورښتونو او د سیندونو څپانده کېدو له دوه نیم میلیونو ډېر کسان بې ځایه کړل او شاوخوا سل تنه یې مړه کړل. په پنجاب کې د ناورین د مدیریت ادارې ویلي، څه باندې ۴۵۰۰ کلي په دغه ایالت کې تر اوبه لاندې شوي وو. دوی ویلي، دغه کلي وروسته تر هغه تر اوبو لاندې شول چې شړکنده بارانونه وشول او ګاونډي هند د څو بندونو دروازې د ډیر باران له امله پرانيستې. اکثره سیلاب ځپلي مرستو ته اړ دي او د پنجاب چارواکي وایي، دوی لومړنۍ مرستې ور رسولي. د سږ کال د جون له میاشتې راهیسې پاکستان کې ۹۵۰ تنه د سیلابونو له امله مړه شوي دي.

- Advertisment -spot_img