په کونړ کې د شوې زلزلې نږدې دوه اوونۍ پوره کېږي، خو يو شمېر زلزله ځپلي وایي، که څه هم زلزله ځپلو سره په ميليونونو افغانۍ مرستې اعلان شوي، خو دوی ته لاهم اساسي مرستې نهدي ور رسېدلي. زلزلهځپلي له مسئولو ادارو غوښتنه کوي، چې مرستې دې ورته په منظم ډول ووېشل شي، ترڅو پرې خپل وران شوي کورونه اباد کړي او له شته ستونزو خلاص شي. د نورګل ولسوالۍ د «دیوهګل» درې اوسېدونکي عبدالله ویلي: «کوم ډول چې پهکار ده هغسې مرستې زموږ سره نه کېږي، موږ خوراکي موادو ته ضرورت لرو او موږ داسې شیانو ته ضرورت لرو، چې زموږ ستونزې پرې حل شي، موږ له مشرانو غواړو چې مرستې وکړي، ځکه ژمی راروان دی، زموږ کورونه وران دي، نو موږ نشو کولی چې دلته سم ژوند وکړو.» ورته مهال د همدې سیمې نورو اوسېدونکي وایي، کورونه یې ټول له منځه تللي او نیمه کورنۍ یې د «زیړي بابا» په کمپ کې موقت مېشت شوي، خو د کورونو جوړولو لپاره له مسئولو ادارو د مرستې غوښتنه کوي. رحیم جان چې کور یې دوه اوونۍ وړاندې زلزلې ویجاړ شوی وایي، سیمه کې لا هم د اوبو، برېښنا او خیمو له کمښت سره مخ دي. «دلته د اوبو ستونزې دي، د برېښنا ستونزې دي، د ډوډۍ رسېدنه هم نهکېږي، بعضې خلکو ته ورسېږي، بعضې خلکو ته نه رسېږي او همداسې وږي پاتې شي، بل سرپناه نه لرو، خلک کمپلې نه لري توشکې نه لري، سطرنجۍ نه لري، همداسې په ډاګ پراته دي.» د کونړ ځايي مسئولان وایي، زلزله ځپلو سیمو ته د یوې منظمې تګ لارې له مخې د خلکو او هیوادونو له لوري ترسره شوې مرستې رسوي. دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې کونړ کې مرګونې زلزلې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۰۵ تنه مړه او ۳۶۴۰ نور ټپیان کړي او نږدې ۷ زره استوګنیز کورونه یې په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړل کړي دي.



